تازه خبرونه

پر غزني ښار د وسلوالو مخالفینو د بریدونو مخنیوی شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه پر شا تمبول شوي او له ځاني زیانونو سره مخ دي.

د غزني والي عبدالکریم متین وایي؛ وسلوالو طالبانو د تېرې جمعې په شپه له شل لوریو د غزني پر ښار بریدونه وکړل او هڅه یې کوله، چې د ولایت ځيني برخې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ کړي او پر شا تمبول شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا قومندان عبدالواسع میلاد وايي، چې سرتېري له ولایت څخه دفاع ته تیار دي.

وسلوالو طالبانو د هوا په تودیدو یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له ګاونډ زابل ولایت څخه هم د وسلوالو طالبانو د پراخو بریدونو رپوتونه تر لاسه شوي دي.

Trending

Exit mobile version