تازه خبرونه

پر ترهګرو به هیڅ رحم و نشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر د کانونو او پترولیم وزارت د وژل شویو کارکوونکیو په یاد غونډه کې وویل، چې پر ترهګرو به هیڅ رحم ونشي.

 د زمري پر دوه یمه په کابل کې وسلوالو طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د عملې موتر په ځانمرګي برید کې ویجاړ کړ. په پېښه کې د وژل شويو کسانو په یاد او د هغوی د درناوی په مراسمو کې، چې ولسمشر او د هغه میرمنې ګډون کړی و، د قربانیانو د کورنیو غړیو د ولسمشر پر اوږه خپلې اوښکې توی کړې.

د وژل شوي د کورنی غړی خادم حسین وایي، د شهداوو کورنې د دغه برید د عاملانو غوښتونکي دي، چې باید پر سختو مجازاتو محکوم شي.

ولسمشر په دغو مراسمو کې په ډاګه کړه، چې د دغه برید د عاملینو د موندلو جدي څېړنې روانې دي؛ خو څيړنې پیچلې دي او وخت نیسي.

د ولسمشر په وینا؛ د قربانیانو د اسنادو د بشپړولو په بهیر کې هیڅ ډول بې پروايي د منلو نه ده.

هغه ټينګار وکړ، چې د څو اوونیو په لړ کې باید پایلې څرګندې او وروسپارل شي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، د قربانیانو د کورنۍ هر غړي ته به د کار زمینه برابره شي.

د زمري په دوه یمه ورځ د کابل په درېیمه حوزه کې د کانونو او پترولیم وزارت د عملي پر موتر ځانمرګی برید وشو، چې اتلس کارکوونکي یې ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.

ولسمشر غني د درناوي لپاره د وژل شویو کورنیو ته مډالونه ورکړل او سپارښتنه وشوه، چې په دې وزارت کې دې د شهداوو یو څلی هم جوړ شي.

Trending

Exit mobile version