تازه خبرونه
پر جاپان د شمالي کوریا یو بالستیک توغندې تېر شوی
پر جاپان د شمالي کوریا د توغندي له تېریدو سره سم د امریکا او جاپان رهبرانو هوکړه کړې، چې پر دغه هېواد بندیزونه نور هم پراخه کړي.
دغه توغندی د جاپان له فضا تېر شوی او د دې هېواد په ختیځو سواحلو کې لګیدلی دی.
په تېرو اته کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا دغه راز یو آزمون تر سره کوي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابی دفتر د دغه توغندي توغول یو بیساری لمسوونکی عمل ګڼي او وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې یوه بېړنۍ ناسته وکړي.
جنوبي کوریا هم د شمالي کوریا د نوي توغندي د ازمویلو خبره کوي او وايي، چې د اتوغندی په سمندرګي کې غورزېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چين هم څو ورځې مخکې پرشمالي کوريا یو لړ بندیزونه د نویو توغنديو په غبرگون کې د ملگرو ملتونو دپريکړه ليک له مخې لگولي دي، چې له مخې د شمالي کوريا شرکتونه او وگړي نه شي کولى په چين کې پانگونه وکړي. چین دغه راز له شمالي کوریا څخه د ډبرو سکرو، کاني ډبرو، اوسپنې او سمندري خوړو پر وارداتو هم د بندیز ګواښ کړی دی.