تازه خبرونه

پر افغانستان د طالبانو تور یرغل روان دی- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، د شوروي له یرغل وروسته افغانستان بیا هم تر یرغل لاندې راغی، چې پر وینا یې د طالبانو تور یرغل اوس هم روان دی.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې په پنجشیر کې د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې؛ په ډاګه کړه، مجاهدین د غویي پر اتمه پر پخواني شوروي غالب شول؛ خو د مجاهدینو خپلمنځيو ستونزو او اختلافونو دې ته لار اواره کړه، چې طالبان یو تور یرغل وکړي.

په وروستیو څو ورځو کې د امریکا دفاع وزیر وویل؛ داسې رپوتونه ور رسیدلي، چې روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي، خو مسکو دغه خبرې رد کړې دي.  

اجرائیه رییس پرته له دې، چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وایي؛ هر هېواد، چې د ترهګرو ملاتړ کوي، ور ته هیڅ ګټه نه کوي او باید له وسلوالو څخه د ملاتړ بهیر ودروي.

په غونډه کې پرحکومتي مجاهدینو نیوکې د دې لامل شوې، چې پروان والي محمد عاصم عاصم  د یووالي نشتوالی د ستونزو اصلي لامل وبولي.

هغه وویل، د واحدې قومندې لاندې راټولیدل د روانې ستونزې د حل یوازنۍ لار ده.

د پجشېر والي کمال الدین نظام وایي؛ هغه خلک، چې د مجاهدینو د بري ورځ  د ټینګار وړ نه بولي باید پوه شي، چې له هېواد سره جفا کوي.

د نوموړي په وینا؛ د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ نه منل له خلکو  او ولس سره خیانت دی.             

مجاهدینو د ۱۳۷۱ لمریز کال د غویی پر اتمه کابل له کمونستي رژیم خلاص کړ؛ خو وروسته دوی په خپل منځ کې ښکېل شول او جګړې یې تر منځ پېنځه کاله وغزیدې. وروسته د طالبانو تحریک را منځته شو او د ۱۳۷۵ ل کال د تلې په ۶  یې مجاهدین له کابله وشړل.

Trending

Exit mobile version