تازه خبرونه

پر انترکانتیننتال هوتل وسلوال برید ۱۶ساعته روان و

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پر انترکانتیننتال هوتل د څلور ځانمرګو بریدګرو برید له ۱۶ساعتونو نښتې وروسته د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

پر هوتل وسلوال برید د ننه کسان سخت وارخطا کړي وه ان تر دې، چې ځينو د ژوندي پاتې کیدو په تمه له څو پوړونو لاندې ځانونه و غورزول.

بریدګر د هوتل د شا له لارې دننه ننوتي او له پخلنځي یې برید پیل کړی دی دوی په هوتل کې د ننه لس چاودنې کړي او له بریده روغ وتلي کسان وايي، چې بریدګرو خونه په خونه پلټنه کوله او پر کورنیو او بهرنیو کسانو یې ډزې کولې. په دې برید کې د ۵ او ۶ پوړ یو شمېر خونو هم اور اخیستی او ځینې برخې یې زیانمنې شوې دي.  

د لغمان د مخابراتو رييس، چې د هوتل له دوه یم پوړ یې ځان غورزولی، روغ وتلی؛ خو د فراه د مخابراتو ريیس په برید کې وژل شوی دی.

امبولانسونه کابو شپاړس ساعته په تمه ولاړ ول؛ خو له وېرې هیچا زړه نه شو کولی، چې سیمې ته ورشي، تپیان او مړي ولیږدوي.

مسوولین وايي، چې درې بریدګر سهار مهال د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شول. وروستی بریدګر له شپاړس ساعتونو وروسته له منځه یوړل شو او افغان ځواکونو د هوتل پر بام د افغانستان بیرغ د عملیاتو د پای په توګه پورته کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وبلي، له برید درې اوونۍ مخکې د انترکانتینتال هوتل امنیتي چارې له افغان پولیسو څخه یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې.

د نوموړي په وینا؛ دغه برید تېره شپه ۹ بجې پیل شو او نن غرمه له ۱۶ ساعتونو وروسته د څلور بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

په دې برید کې د اوکراین د ۱۴ اوسیدونکیو په ګډون اته لس کسان وژل شوي، چې ۴ په کې افغانان دي.

انترکانتینینتال هوتل ته له وسلو او مهماتو سره ورتګ څه آسانه خبره نده. دغه هوتل ته په ورغلې لار هر سړی لږ تر لږه درې ځایه کلک پلټل کیږي.

په روغتونونو کې د دغه برید ټپیان پر امنیتي ارګانونو نیوکه کوي، چې د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.

دا، چې بریدګرو څنګه هوتل ته لار موندلې تر اوسه څرګنده نده.

د برید مسوولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version