تازه خبرونه

پر انترکانتیننتال هوتل د ۵ بریدګرو برید پټې خواوې هم لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر وايي، چې له بریدګرو سره د وسلو او چاودیدونکیو توکو په لیږد او ځای پر ځای کولو کې د هوتل د ننه کسانو همکاري کړې او د دغه خونړي برید زمینه یې ورته برابره کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي؛ استخباراتي کمزوري بل هغه لامل دی، چې بریدګرو ته یې د برید تر سره کولو فرصت په لاس ورکړی دی.

د هرات ولایت د مخابراتي خدمتونو د تنطیم ادارې مسوول زمري همدرد په ډاګه کړې، چې  کابو دولس ساعته په هوتل کې د ننه ایسار و او وايي، چې هوتل ته د ورغلې لارې د تلاشۍ په پوستو کې ایښودل شوي سکینر ماشینونه مخکې له مخکې له کاره غورزول شوي وه.

دی زیاتوي؛ ټول وسایل د پلټنې له پوستو تېر شوي؛ له مونږ سره ۲۰ بیکه ول، چې یو هم تلاشي شوی نه دی او سکینر ماشینونه دریدلي وه. 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ بریدګر د عمومي دروازې له لارې هوتل ته راننوتي او پر خلکو یې ډزې پیل کړې دي.

زمري څرګنده کړې، چې د هوتل په لومړي پوړ کې له ډزو سره سم په نورو پوړونو کې هم ډزې پیل شوې او بریدګرو په زیاترو خونو کې لاسي بمونه وغورزول او پر خلکو یې ناتاره ډزې وکړې.

د بدخشان د مخابراتو ریاست کار کوونکی سید ذکریا هم د برید پر مهال په انترکانتیننتال هوتل کې و. ده ځان له دوه یم پوړ څخه غورځولی، چې پښو یې ټپونه اخیستي او وایي، چې د ترور زوی مې د یو دوست لخوا راببل شوی و، خو ژوندی او مړی یې تر دې دمه معلوم نه دی.

دی هم په دې باور دی، چې د هوتل له داخله له همکارۍ پرته دا ډول برید امکان نه لري.

هغه زیاتوي، چې په برید کې شاوخوا شپېته کسان وژل شوي دي.

که څه هم له برید شل ساعته تېر شوي؛ خو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې هوتل ته د ننه شي. اوس هم امبولانسونه دغه هوتل ته تګ راتګ کوي او ځيني کسان د خپلو خپلوانو مړي او ژوندي لټوي.

د کابل انترکانتینینتال هوتل د افغانستان پېنځه ستوریز او مهم هوتل دی، چې په دوه زره لسم میلادي کال کې هم نهه ځانمرګو بریدګرو پر دغه هوتل برید وکړ، چې نږدې دېرش کسانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.

دا، چې دا ځل بیا وسلوال بریدګر څنګه توانیدلي او دغه هوتل ته د ننه شوي، له خلکو سره یې په اړه ګڼې پوښتنې رامنځته کړې دي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version