تازه خبرونه

پر جنرال رازق برید کوونکي له پولې بهر اړیکې لرلي- معصوم ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي رییس په ډاګه کړې؛ هغه کس، چې پر جنرال رازق برید کړی په جعلي تذکره، جعلي نوم او شخصي تضمین د والي د ساتونکي په توګه ګومارل شوی و.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۳۰) په کندهار کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، چې برید کوونکي له برید ۵ دقیقې مخکې له پولې بهر تیلیفوني خبرې کړې دي.

دا له تېرو درې ورځو راپدیخوا لومړنۍ تازه څرګندونې دي، چې ښاغلي ستانکزي د جنرال حسین خېل او جنرال رازق له وژل کیدو وروسته په ډاګه کړي او وایي، چې د دغه برید په تور ۱۵ کسان نیول شوي او ترې څېړنې روانې دي.

د ملي امنیت عمومي رییس زیاته کړې، چې د کندهار والي، جنرال رازق، د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قومندان جنرال میلر او د دغه ولایت د نورو امنیتي چارواکو تر منځ په امنیتي ناسته کې د دیورند کرښې او سولې په اړه بحث او خبرې ندي شوي.

له تېرو درې ورځو راپدیخوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې خپرې شوې، چې ګویا د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه د قومندان او جنرال رازق تر منځ پر دیورند کرښې خبرې تودې شوي او د دغه قومندان د ځواکونو لخوا په وسلوال برید کې ووژل شو.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژلو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو لاس لرل رد کړل.

ښاغلي عبدالله عبدالله د وزیرانو په ناسته کې دا ادعا، چې( جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ترور کړی) رد کړې او دا یوه آوازه ګڼي، چې د (جنرال عبدالرازق قاتلانو) د خلکو له احساساتو سره د لوبې کولو لپاره خپره کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال لوی پاسوال  جانان د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان ته د تورن جنرال رتبی په ورکولو سره  د کندهار د امنیه قومندان په توګه معرفي کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې دا د کندهار د خلکو غوښتنه وه او ولسمشر منلې ده.

جنرال رازق د هېواد په جنوب کې یو ځواکمن قومندان و؛ له دې مخکې هم پرې څو ځانمرګي بریدونه تر سره شوي وه، چې دی ترې روغ رمټ وتلی و.

ویل کیږي، چې مل پاسوال عبدالرازق په کندهار ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو له قومندان جنرال میلر سره له یوې امنیتي ناستې وروسته په هغه برید کې ووژل شو، چې د دغه ولایت د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي لخوا پرې تر سره شوی دی.

Trending

Exit mobile version