تازه خبرونه

پر بند محکوم د بدخشان استازی د ولسي جرګې په ناستو کې ګډون کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی ضیا یفتلي، چې د محکمې لخوا په شپږ میاشتو بند محکوم شوی؛ خو د ولسي جرګې په ناستو کې ګډون کوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز؛ د یکشنبې پر ورځ د دفاع وزارت د روغتیا پخوانی رییس، چې تازه  له بدخشان څخه د ولسي جرګې د استازي په توګه ټاکل شوی؛ د مالي فساد په تور پر شپږ میاشتني تنفیذي بند محکوم کړ؛ خو له ولسي  جرګې څخه د پنجشنبې د ورځې تصویرونه ښیي، چې ښاغلی یفتلي د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ګډون کړی او د نوي رییس د ټاکلو لپاره یې رایه هم ورکړې ده.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ولسي جرګې هیڅ غړی قضایي خوندیتوب نلري او باید پر ټولو قانون یو شان پلی شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي: لومړی دا، چې عدلي او قضایي بنسټونو یې په اړه ناسته ونکړه او په لوی لاس یې پارلمان ته وردننه کړ او ناسته یې وځنډوله. په دې معنا، چې بیا به وروسته پرې ناسته تر سره کوي. دوه یم دا، چې اساسي قانون هیچاته قضایي مصونیت ندی ورکړی؛ پرته له اند څرګندونو.

ستره محکمه، لویه څارنوالي او پولیس په دې اړه څه نه وایي، چې د محکمې حکم ولې نه پلی کیږي.

د عدلي او قضایي مرکز محکمې مخکې لدې هم څو چارواکي پر بند محکوم کړي؛  خو په ځینو مواردو کې لیدل شوي، چې د محکمې حکمونو د عمل جامه نده اغوستې.

په ولسي جرګه کې د  پکتیا استازی یار باز حمیدي وایي: که پر لوړپوړیو چارواکو د محکمې حکم پلی نشي؛ نهورو خلکو ته هم د جرمونو د ترسره کولو زمینه برابریږي او لوړ سر به ګرزي.          

د یادونې ده، چې له هڅو سره سره ضیا یفتلي هم په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version