تازه خبرونه
پر افغان ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره؛ له افغان ځواکونو ملاتړ کوو-ناتو
د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو خبرداری ورکړی، چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې؛ که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه روان وساتي؛ دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
داسې ښکاري، چې د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو د سختیدو په اړه د غوڅ ملاتړ ماموریت د صبر کاسه ډکه شوې ده.
دا ځواکونه پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د دوام په صورت کې طالبانو ته خبرداری ورکوي.
په افغانستان کې د ناټو ځوکونو ویاند له طالبانو غواړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او بریدونه ودروي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سني لګیت څرګنده کړې؛ امریکا له هوکړې سرغړونه نده کړې، مونږ پر کراتو ویلي، چې که پر افغان ځواکونو برید وشي، مونږ به ترې دفاع کوو او دا کار به د هوکړې پربنسټ کیږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، چې په ځینو وختونو کې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا پیدا کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، چې دمګړۍ دېر پوځي عملیات زمونږ خپل ځواکونه تر سره کوي؛ خو په یو شمېرځانګړیو عملیاتو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه برخه اخلي.
د ملي امنیت شورا له طالبانو غواړي، چې که د سولې پرمختګ ته لیوالتیا لري؛ باید اوربند وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ یوازې په تېرو اووه ورځو کې طالبانو دېرش ملکیان وژلي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي: طالبانو په اووه ورځو کې لږ تر لږه دېرش ملکیان په نهه ولایتونو کې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
ډېر وژل شوي کسان د سړک غاړې په ماینونو او چاودنو کې وژل شوي دي. طالبان باید ملکيانو ته د زیان نه رسیدو او سولې بهیر د پرمختګ په موخه اوربند وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په ډاګه کړې؛ چې که طالبان له دې هوکړې سرغړونه وکړي بهرني ځواکونه حق لري، چې پروړاندې یې پوځي عملیات ترسره کړي.
