مهم خبرونه
پر ایران د امریکا نوي؛ خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګیدل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۴) تازه؛ خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګول.
د دونلډ ترمپ په مشرۍ د امریکا حکومت پر ایران ټول هغه بندیزونه لګوي، چې د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړون وروسته ترې لیرې شوي وه.
په دې بندیزونو کې د تېلو صادرات، ترانسپورت، بانکونه او د دغه هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې راځي.
له دې نېټې سره همهال د یکشنبې پر ورځ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه شوي، چې مرګ پر امریکا شعارونه یې پورته کړل.
دغو توندلارو لاریونکوونکیو له امریکا سره د خبرو مخالفت هم کړی دی.
د ایران د پوځ له خولې ویل شوي، چې دوی د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو له هوایي مانورو سره د خپل هېواد د دفاع وړتیاوې ښيي.
دا لاریونونه او بندیزونه په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو له ۳۹ کلیزې سره برابر دي، چې د لسیزو سختې دوښمني سبب شول.