تازه خبرونه

پر ديورند کرښه به په راتلونکي کال کې د اغزن سیم غزول بشپړ شي- د پاکستان پوځ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان غواړي د دوه زره اتلسم کال تر پایه له افغانستان سره پر دوه زره کیلومتره کرښه اغزن سیم ولګوي.

د پاکستان پوځ وایي، چې له افغانستان سره پر دیورند کرښه یو سل و پنځوس کیلومتره اغزن سیم غزول شوی او په یوه کال کې به له افغانستان سره پر ټوله کرښه اغزن سیم وغزیږي.

د پاکستان پوځي چارواکو زیاته کړې، چې له دې کار سره غواړي له کرښې د اورپکو د اوښتو راوښتو مخه ونیسي او په سیمه کې به څلور سوه دري دېرش پوستې هم جوړې کړي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، د پاکستان دا کار د افغانستان په ګټه نه دی او د افغانستان حکومت یې مخه هم نیولی نشي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، چې پاکستان په ناقانونه توګه پر ديورند کرښه کارونه پیل کړي او افغانستان  نه یوازې له پاکستان سره خپله اندېښنه شریکه کړې، بلکې ملګرو ملتونو او ناتو ته مو هم خپل اعتراض وړاندېکړی دی.

افغانستان پر پاکستان نیوکه کوي، چې ترهګرو ته یې د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي او افغانستان ته یې د ورانکارۍ لپاره رالیږي. اوس امریکا هم دې باور ته رسیدلې، چې په افغانستان کې جنګیدونکې ډلې او اورپکې زیاتره په پاکستان کې پټنځایونه لري.  

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته د امریکا د ۳۳ میلیارد دالرو ورکړه یو احمقانه کار ګڼلی دی؛ خو په ډاګه کړې یې ده، چې مونږ له پاکستان څخه د دغو ورکړ شویو دالرو په بدل کې یوازې دروغ او غولول لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version