تازه خبرونه
پر دوه سوه میګاواته لمریزې برښنا کار روان دی
د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، د انرژۍ د تولید لپاره ستر ظرفیت شته، چې زیاتره دغه پروژې خصوصي سکتور پر مخ وړي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د د څرګندونو له مخې، همدا اوس په هېواد کې د نږدې دوه سوه میګاواته لمریزې برښنا پر تولید کار روان دی، چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور د لا زیاتې ونډې اخیستو په هڅه کې دی.
د انرژۍ او اوبو وزارت د دفتر رییس آصف غفوري وایي؛ یو شمېر ګډې خصوصي او عامې پروژې کارکوي، چې هیله من یم غوره پایلې ولري.
په حصار شاهي کې د لمریزې برښنا سل میګاواته، په خوست کې لس میګاواته، په کندهار کې څلویښت میګاواته او په دایکندي کې پېنځه نیم میګاواته پروژې هغه څه دي، چې کار پرې روان دی.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، چې همدا اوس په هېواد کې د زرګونه میګاواته لمریزې برښنا ظرفیت لرو او د لګښت ډېره برخه یې حکومت پرې کوي؛ خو اړتیا ده، چې په دې برخه کې بهرني پانګوال پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ خونې د د معلوماتو له مخې؛ وروستیو درې کلونو کې خصوصي سکتور د انرژۍ د تولید په برخه کې څه باندې یو نیم میلیارد دالر پانګونه کړې ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې په وروستیو درې کلونو کې د انرژۍ په برخه کې خصوصي سکتور نږدې درې ملیارد دالر پانګونه کړې او پانګوال علاقه لري، چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
اوس مهال د برښنا څه باندې اویا سلنه برخه له وارداتي انرژي څخه پوره کیږي، چې له ګاونډ هېوادونو څخه پر لوړې بیې واردیږي.
خبریاله: سمیرا ظفري