تازه خبرونه

پر بوټانو د حکمتیار ویشتونکی دادشاني خوشې شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

سید واحد دادشاني وایي، چې د حرب اسلامي پر رهبر حکمتیار یې د بوټانو ګوزار د شخصي انګیزې له مخې وار کړی و.  

سید واحد دادشاني د جمعې په ورځ خپل دوه بوټان د حزب اسلامي پر رهبر ګلبدین حکمتیار وویشتل او له هماغې ورځې تر اوسه د ملي امنیت په بند کې و. هغه د سې شنبې په ورځ له بند خوشې شو او له آریانا نیوز سره یې په مرکه کې ویلي، چې د دې حرکت تر شا یې د هیچا لاس نه دی ښکېل او خپله یې دا کار کړی، چې نور له جوماتونو سیاسي ګټه پورته نه شي.

هغه زیاتوي، د ویلو لپاره خبرې ډېرې دي؛ خو د کورنۍ خوندیتوب یې لومړیتوب کې دی.

هغه د ملي امنیت د مامورینو له چلند خوښ دی او وایي، د حزب اسلامي افرادو وهلی دی.

هغه زیاتوي، دا حرکت یې د دې سبب شو، چې  د غرور غرونه مات شي او نور به په جومات کې وینه تویې نه شي او هیڅوک به په جومات کې دننه قومي، مذهبي او ژبنیو تعصباتو ته لمن ونه شي وهلای.

مخکې له دې مدني بنسټونو او حقوق پوهانو د ښاغلي دادشاني نیونه ناقانونه ګڼلې وه.

له دې مخکې یوشمېر حقوقي او مدني بنسټونو د دادشاني نیول او بندیانول وغندل او د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

د هرات والي ویاند ویلي، چې سید واحد دادشاني خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

Trending

Exit mobile version