تازه خبرونه
پر لاریون کوونکیو ډزې کوونکي دې محاکمه شي- د بښنې نړیوال سازمان
د بښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو محاکمه غوښتې، چې په کابل کې یې پر لاریون کوونکیو ډزې کړي دي.
د کابل ښار په وروستي لاریون کې د پېنځه اعتراض کوونکیو وژل کیدو او د شل نورو ټپي کیدو د نړیوالو بنسټونو غبرګونونه را وپارول.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا د څانګې رییس بیراج پانتیک له معترضانو سره د امنیتي ځواکونو تاوتریخجن عمل د خلکو په وړاندې د دولتي چاوراکو بې احترامي بولي.
د بښنې نړیوال سازمان د امنیتي ځواکونو دغه اقدام ناقانونه ګڼلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې افغان چارواکې دې دغه راز د لاریون کوونکیو په وړاندې د امنیتي ځواکونو پر ناقانونه کړنو څېړنه وکړي او هغه څوک، چې د لاریون پر مهال د معترضانو د وژلو مسوول دي، محاکمې ته راوکاږي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي، د افغانستان اساسي قانون له مخې لاریونونه د هېوادوالو قانوني حق دی.
د اساسي قانون په ۳۷ ماده کې راغلي، چې د افغانستان خلک حق لري د سوله ییزو او جایزو مقاصدو د تامین لپاره، د وسلو له لیږد پرته د قانون له مخې، غونډې او لاریونونه وکړي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي وایي، په هېواد کې د عدالت غوښتنې غږ باید غلی نه شي او حکومت هم مکلف دی، چې د اعتراض کوونکیو امنیت تامین کړي.
ملګري ملتونه وایي، له تاوتریخوالي ګټه پورته کول ستونزې لا پراخوي.
د معترضانو غصه د چهارشنبې ورځې په برید کې د خپلو قرباني خپلوانو په خاطر د درک وړ ده؛ خو ډېر تاوتریخوالی هیڅ ستونزه نه حل کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم په یوه بېړنۍ غونډه کې لویې څارنوالۍ ته امر کړی، چې د جمعې ورځې په لاریون کې د شوي تاوتریخوالي په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.