تازه خبرونه

هر کال د سالنګونو د مراقبت لپاره ۲۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مالیې وزارت وايي، هر کال په منځنۍ کچه د سالنګونو د مراقبت لپاره دوه سوه میلیون افغانۍ ځانګړې کیږي.

سالنګ، چې مرکز له شمال سره نښلوي؛ د ترافیکو له پلوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ده. په ځانګړې توګه د ژمي پر موسم په سالنګونو کې د واورو ښویدنې پېښې زیاتیږي، چې مرګ و ژوبله هم اړوي.

د مالیې وزارت ویاند  اجمل عبدالرحیم زی وايي، چې هر کال د سالنګونو د مراقبت لپاره دوه سوه میلیون افغانۍ ځانګړې کیږي.

که څه هم هر کال پر سالنګونو دوه سوه میلیونه افغانۍ لګیږي؛ خو بیا هم په سالنګونو کې مسافر له سختو کړاوونو سره مخ وي.

د افغانستان د شفافیت ادارې رییس سید اکرام افضلي وايي، چې د سالنګونو د مراقبت پیسې حیف او میل کیږي.

د سالنګونو د سونزې د حل لپاره درې بدیلونه وړاندې کیږي؛ له دوشي تر بامیانو د سړک جوړول، په دوشاخ کې د سالنګ د نوي کانال جوړول او د زاړه سالنګ ترمیم.

د ټولګټې وزارت ویاند مهدي روحاني یادې پیسې لږ ګڼي او وایي، چې په دې اړه هیڅ راز همکاري نه ترسره کیږي او یادې ۲۰۰ میلیون افغانۍ د سالنګونو د حفظ او مراقبت لپاره په شفاف ډول لګیږي.

ویل کیږي، چې هره ورځ د سالنګ پر لویه لار دولس زره واړه او لوی موتر تګ راتګ کوي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version