تازه خبرونه

هر کال افغانستان ته دوه میلیون ټنه قاچاقي تېل راځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان هر کال څلور میلیون ټنه نفتي توکو ته اړتیا لري، چې یوازې دوه میلیون ټنه یې د مسوولو ادارو لخوا کتل کیږي او دوه میلیون ټنه نور قاچاقي راځي.

د نورم او ستندرد ادارې رييس نقیب ا لله فایق وایي: د سوداګرۍ خونې د څرګندونو له مخې افغانستان ۴ میلیون ټنه تېلو ته اړتیا لري؛ دوه میلیون ټنه یې مونږ ثبتوو او پاتې دوه میلیون ټنه نور یې په قاچاقي بڼه هېواد ته رادننه کیږي.

هغه په ډاګه کړې، چې له یوې خوا په ګمرکونو کې فساد ډېر دی او له بلې خوا سرحدي پولیس د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. 

که څه هم کورنیو چارو وزارت منلې، چې تېل په قاچاقي توګه را وړل کیږي؛ خو وایي، چې په پولیسو کې اصلاحات رامنځته شوي او د قاچاقي تېلو د راوړلو مخه اوس نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ويلي: پخوا دغسې یو څه ول؛ خو مونږ همدې لپاره د سیالۍ له مخې نوي کسان ونیول، چې په پولو کې د قاچاق مخه ونیسي.

د ټيت کیفیت تېل نه یوازې دا، چې له اقتصادي پلوه زیان اړوي، بلکې پر چاپېریال یې هم اغېزې ناوړه دي.

اقتصادي کارپوه ایمل وایي عمري: د ټيت کیفیت تېلو پر واردولو کلونه کلونه تېر شوي او اوس هم  نیوکې روانې دي؛ د ټیټ کیفیت لرونکي تېل اقتصاد زیانمنوي او هم د ژوندانه چاپېریال ککړوي.

د نورم او ستندرد ادارې څرګنده کړې؛ تېر کال په هره میاشت کې درې زره ټنه تېل، چې ټيټ کیفیت یې درلود، مسترد شوي او د اویا هغو شرکتونو جوازونه مو اخیستي، چې د ټيټ کیفیت تېل یې افغانستان ته راوړل.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version