تازه خبرونه
پر نوري فایبر او کانونو پانګونې ته لیواله يو- امریکايي پانګوال
په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګريزې خونې مسوولین وایي؛ امریکايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پر نوري فایبر او کانونو پانګونه تر سره کړي.
په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګريزې خونې مسوولینو په دې اړه یوې راببل شوې ناستې ته څرګنده کړې، چې له ټولو افغان سوداګرو سره به په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو بحث تر سره شي.
د افغانستان او امریکا د ګډي سوداګرۍ خوني عامل رییس وايي؛ امریکايي پانګوال لیواله دي، چې په ځانګړي توګه د کانونو او فایبرنوري په برخه کې پانګونه تر سره کړي.
د افغان ـ امریکا د سوداګرۍ خونې عامل مشر جیفري ګریکو وایي؛ امریکايي پانګوال به تر راتلونکیو دولس میاشتو د نوري فایبر د پراختیا لپاره په هغو ولایتونو کې، چې خلک ورته لاسرسی نلري سل میلیون دالر نوره پانګونه هم وکړي.
د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي، چې ورځ تر بلي د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کارونه مخ په ښه کیدو دي او د کارګو له فعالیدو سره به د هېواد محصولات تر امریکا هم ورسیږي. دوی زیاتوي؛ د چابهار او لاجورد لارې هم په افغانستان کي نړیوال پانګونې ته هڅولي دي.
د افغانستان سوداګري خوني عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي؛ نړیوال پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هېواد وروستیو پرمختګونو د هېواد پر اقتصادي وده خورا مثبت اغېز کړی دی.
د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي؛ مونږ په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ د تولید او د کرني په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لرو.
خبریال: اسلم حجاب