تازه خبرونه
پر مفسدو افغان جنګسالارانو د امریکا باور، طالبان غښتلي کړي
په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه خپل ملت ته د امریکايي چارواکو د دروغو ویلو د راپورونو له خپریدو وروسته، تازه یو بل امریکايي چارواکي هم د دغې خبرې پخلی کړی دی.
د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان سپکو هم ویلي، چې امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپلو خلکو ته دروغ ویلي او په ځينو برخو کې امریکا داسې تګلارې پلې کړي، چې له مخې یې وسلوال طالبان غتښلي شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: نړیوال ائتلاف د امنیت د ټینګښت لپاره پر جنګسالارانو تکیه وکړه. دغو کسانو ولایتونه او ولسوالۍ اداره کولې. امریکا غوښتل، چې دغه کسان مسوولیت منلو ته را وبولي؛ خو هغوی فساد روان وساته. دغه کار د دې لامل شو، چې زیاتره افغانان بیا وسلې راپورته کړي او له طالبانو سره یو ځای شي.
جان سپکو ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د بیارغونې او له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د میلیاردونو دالرو پر مرستو سربېره په دې هېواد کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی، چې خلک پر حکومتي عدلي او قضايي ارګانونو خپل باور له لاسه ورکړي او خپلې قضیې پر طالبانو حل کړي.
هغه وایي؛ که څه هم مونږ او تاسې د طالبانو له محکمو کرکه لرو، خو بیا هم عادي افغانان د حکومتي عدلي ارګانونو په پرتله د طالبانو محکمې غوره ګڼي. دا یو واقعیت و، چې افغانستان ته د سفر پر وخت مې ولید.
د امریکا د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په دې باور دي، چې له پراخو مالي او پوځي مرستو سره – سره په افغانستان کې تاوتریخوالی ندی لږ شوی.
د امریکا د ولسي جرګې غړی میک کال وایي: مونږ پوهیږو، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوړولو ستراتیژۍ حالات ندي ښه کړي؛ ځکه، نو همغږي نشته او په ټوله کې دا وضعیت مونږ ته د منلو ندی.
جان سپکو منلې، چې امریکا د افغانانو تاریخي، ټولنیز، حقوقي او سیاسي ارزښتونه سم ندی پېژندلي؛ نو، ځکه د هغه په باور له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا په کې جګړه روانه ده.
امریکا د بنسټپالو ډلو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلې؛ نږدې دوه لسیزې تېرې شوي، خو اوس هم افغانستان د ترهګرو له شره ندی ژغورل شوی.