تازه خبرونه

پر موترسایکلونو ګرځبندیز دې لیرې شي- د میدان وردګ اوسیدونکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د میدان وردګ اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د موترسایکلونو پر ګرځبندیز نیوکې کوي او وایي، چې د امنیت په ښه والي کې یې مثبت بدلون ندی راوستی.

د یو شمېر نورو ولایتونو تر څنګ په میدان وردګ کې هم له تېرو پېنځه کلونو را پدیخوا د موتر سایکل پر ګرځیدو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره  بندیز لګول شوی؛ خو د سیمې د خلکو د څرګندونو له مخې د امنیت په تړاو کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کېږي.

د میدان وردګ ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي؛ امنیتي ځواکونه د کورونو د تالاشۍ پر وخت د خلکو له کورونو موترسایکلونه راټولوي او بیا یې په بازار کې پلوري.

د میدان وردګ د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري وايي، په دې ولایت کې موترسایکلونه یوازې پر بیوزلو خلکو بند شوي؛ خو طالبان ترې ګټه اخلي.

امنیتي مسوولین وایي، له مشرانو او ولایتي شورا سره به پدې اړه خبرې وکړو، چې د موتر سایکلونو ګرځولو ته بېرته اجازه ورکړ شي.

د میدان وردګ امنیه قومندان مل پاسوال ویس صمیمي وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره به د د دغه ولایت له مشرانو او ولایتي شورا سره خبرې وکړي، چې د موتر سایکلونو ګرځولو ته اجازه ورکړ شي، چې  په تګ راتګ سره به یې د خلکو ستونزې لږ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ موترسایکلونه باید په ترافیکو کې ثبت او راجستر شي.

د دې ولایت مدني هڅاند قیوم راستمن وایي، چې د موتر سایکلونو کرځبندیز د امنیت په ښه والي کې هېڅ مرسته نده کړې.

د  میدانښار اوسیدونکی زین الله احمد له سیمه ییز حکومت څخه غواړي، چې موترسایکلونو ګرڅولو ته بېرته اجازه ورکړشي.

د وردګ اوسیدونکي داسې مهال د موترسایکلونو د ګرځبندیز په اړه اندېښنه ښیي، چې د یاد ولایت د مرکز په ځینو سیمو او ټولو ولسوالیو کې کې طالبان له موتر سایکلونو ګټه اخلي؛ خو یوازې عامو خلکو ته یې د ګرځولو اجازه نشته، چې خلک يې د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version