تازه خبرونه

پر ولسمشر نیوکه کوونکي نوماندان پاتې راغلل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو د بل پسې د ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي؛ خو ښکاري دا، چې په لومړنیو پایلو کې د ولسمشر سرسخته نیوکه کوونکي ندي بریالي شوي.

د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې پر ولسمشر سخت نیوکه کوونکي کاندیدان پاتې راغلل. د بېلګې په توګه ظاهر قدیر له ننګرهاره، همایون همایون له خوسته، عبدالطیف پدرام له بدخشانه او لالی حمیدزی له کندهاره په لومړنیو پایلو کې ندي بریالي شوي.

اعلان شوې لومړنۍ پایلې وروستۍ ندي؛ ځکه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مسوولین وايي، چې ښايي وروستۍ پایلې د اعلان شویو نوملړونو په پایلو کې د پام وړ بدلونونه راولي.

د کابل د ولسي جرګې د لانجمنو ټاکنو لومړنۍ پایلې اوس هم ندي روښانه شوي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د برنامو مدیر نعیم اصغري وایي: کیدی شي بیا هم د نفوذ او فشار له مخې د کابل پر ټاکنیزو پایلو نوې پرېکړې وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړې حمیرا حقمل وايي؛ لومړنۍ پایلې د بدلون وړ دي او ښايي، چې د ځينو ولایتونو په وروستیو پایلو کې نوې څېرې بریالۍ اعلان شي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ کیدی شي په یو ولایت کې ۵۰ سلنه او په بل کې ۱۰۰ سلنه بدلونونه رامنځته شي؛ خو د لومړنیو پایلو د نوملړ په پایله کې بدلونونه اړین دي.

ځينې انګیرنې داسې دي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت په فرمایش د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې حکومت یې په چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي: هغه کسان، چې بریالي شوي ندي؛ باید کمیسیون ملامته نکړي او دې ویلو ته هم اړ نشي، چې حکومت د کمیسیون په کارونو کې لاسوهنه کوي.

لدې مخکې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر چارواکو تورونه پورې کړل، چې نه یوازې د پیسو په بدل کې کسان بریالي کوي، بلکې د ټاکنو په چارو کې د حکومت لاسوهنې ته یې هم زمینه برابره کړې ده.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version