تازه خبرونه
هر څوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي- رحمت الله نبیل
د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر رحمت الله نبیل دا هم ویلي، چې که طالبان په دې فکر کې وي، چې د ګټونکیو په توګه به بیا کابل ته رادننه کيږي؛ دا به تېروتنه وي؛ ځکه هغه مهال د افغانانو منځګړي نه ول او اوس مونږ له هر څه برخمن یو.
هغه وایي؛ د منځمهاله حکومت د جوړولو پر طرحه کار روان دی، چې په کې د اساسي قانون تعدیل او له وسلوالو ځواکونو سره د طالبانو ادغام څېړل کیږي.
هغه دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې د افغانستان خلک نه امارت غواړي او نه داسې یو جمهوریت، چې نورو ته یې ان د سولې په چارو کې لاس اوږود او د نورو راتلو ته په تمه وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغان سولې بهیر باید د افغانستان د ننه او خپلمنځي شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند په ډاګه کړې، چې هېواد باید سمې لارې ته رهبري کړو.
د ښاغلي رحمت الله نبیل د څرګندونو له مخې، تېر پېنځه کاله له ټاکنو مخکې پای ته رسیدلي؛ اوسنی حکومت مشروعیت نلري، ټاکنې بندون ته رسیدلي او بهیر یې سیاسي شوی، وسلې باید ټولې شي او همدا د روان حالت د ماتولو یوازنۍ لار ده.
ښاغلي نبیل د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د ګوندونو او احزابو د ناستې په اړه ویلې؛ یوازې زه وم، چې وسله وال مې نه درلودل او ناست ټول دوی هغه مشران دي، چې له اختلافاتو سره سره یې ذدا دی یو او بل زغملی او خبرې کوي.
نوموړي ویلي،؛په دې ناسته کې ټینګار دا و، چې سوله او ټاکنې باید له انحصاره څنګه وژغورو.
ده دغه راز په ډاګه کړې، چې ما په هېواد کې بېلابېلې معاملې د خاورې او اغزن تار په ګډون بربنډې کړي او د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتنې غږ مې ور سره راپورته کړی دی.
ښاغلی نبیل په داسې حال کې له خپلې ارادې او غوښتنو د نه اوښتو او په پوره صداقت له خپلو حقونو د ساتنې غږ راپرته کړی، چې د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد او د جنوبي آسیا لپاره د ترمپ سلاکاره لیزا کورتس تېر ماښام په کابل کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدلي دي.