سیمه ییز خبرونه
پر کونړسیند د کامې د اوبو بند جوړولو چارې سږ کال پیلیږي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې د کامې بند ديزاین شوی او تدارکاتي چارې یې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي؛ د دغه بند په جوړولو به ۲۸۰ میلیون دالره لګښت راشي، چې د حکومت له بودجې ورکول کیږي.
د نوموړي په وینا؛له دې بنده به پېنځه څلوېښت میګاواته برښنا تولید شي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، چې سخت دریځي وسلوالې ډلې نه غواړي، چې پر کونړ سیند د اوبو د بندونو لویې پروژې پلې شي.
د کونړ پر سیند د کامې بند د دغه سیند پر وروستۍ برخه جوړیږي.
مسوولینو دا هم په ډاګه کړې، چې د کونړ پر سیند د ساګي اوبو او برښنا بند جوړولو ته یې هم تیاری نیول شوی دی.
د ساګي د اوبو او برښنا بند د سل میګاواته برېښنا د تولید وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اړتیا وړ اویا په سلو کې برښنا له مرکزي اسیا څخه واردوي.