تازه خبرونه
هر هېواد، چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي افغانستان یې هرکلی کوي- مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي، په افغانستان کې سوله د ګاونډ هېوادونو په ګټه ده او چین د افغانستان او پاکستان تر منځ ښه منځګړی کیدای شي.
چین هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې د منځګړي رول ولوبوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي؛ ټولې هغه خبرې، چې په کې د افغانستان ملي ګټې خوندي کیږي، حکومت یېز ملاتاړ کوي.
د نوموړي په وینا؛ چین زمونږ ملګری او مونږ د چین ملګري یو؛ چین افغانستان ته ارزښت لري او افغانستان چین ته. کله، چې د سولې لپاره کار کیږي؛ لومړی د چین ګټه ده او بیا د افغانستان.
کارپوهان بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړیتوب کې چین د پاکستان ملاتړی بولي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه شکیب منتظري وایي، په افغانستان کې د سولې له بهیره د چین ملاتړ له پاکستان څخه سیاسي ملاتړ دی نه د افغانستان، سیمې او زمونږ د هېواد له قضیې ملاتړ.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان او پاکستان په منځګړیتوب کې به چین د پاکستان خوا ونیسي
.ځینې نور بیا په دې باور دي، چې د کابل، اسلام آباد او بیجینګ تر منځ درې اړخیزې خبرې به پر امنیت او اقتصاد ښه اغېز پریباسي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي وایي، د چین له هڅو سره د پاکستان لاسوهنې به لږ شي؛ د افغانستان او پاکستان د ودې او پرمختګ لپاره ګډې هڅې تر سره شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي سږ کال د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې کوربتوب وکړي.
خبریاله: الاهه عمری