Connect with us

تازه خبرونه

پر کونړ د بمبارد او توغندیزو بریدونه په تړاو کابل اسلام آباد ته پلاوی لیږلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو ځواکونو د وروستي برید په تړاو اسلام آباد ته یوپلاوی لیږلی، چې د دې برید پر عواملو د هغه هېواد له چارواکو سره وغږیږي.

پر کونړ او ختیځو ولایتونو د پاکسیتاني پوځ توغندیز بریدونه له کلونو راپدیخوا روان دي؛ خو اوس یې په کونړ ولایت کې چورلکو هوایي بریدونه کړي دي.

کابل دغو بریدونو په غصه کړی او اسلام آباد ته یې یو پلاوی لیږلی، چې له پاکستانيو چارواکو سپیناوی وغواړي.

کابل ګوتڅنډنه کړې، چې په راتلونکې کې به دا ډول پېښې د تکرار په صورت کې ورته ځواب ولري.

ملي دفاع وزارت  دغه راز پوله ساتو ځواکونو ته د تیار سئ امر کړی دی.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: د ملي دفاع وزارت پلاوي په بشپړ ځواک پاکستانیو چارواکو ته خپل زور ښیي او که ورته سرغړونې وشي مونږ یې بشپړ ځواب ویلی شو.

پاکستان د حامد کرزي په دوره کې هم د افغانستان پر  ختیځو سیمو په ځانګړي توګه کونړ توغندیز بریدونه کړي، چې زرګونه کورنۍ یې کډوالۍ ته اړې کړې وې. ناتو او امریکا، چې له افغانستان سره د ځمکنۍ بشپرتیا د ساتنې تړون لري، ولې غلي دي؟

سیاسي شنونکی محمد رضا ولسمل وایي : د تفاهم له مخې غرب اړ دی، چې د پاکستان د بریدونو په اړه اقدام وکړي.    

شنونکي وايي، پاکستان پر هوايي بریدونو له یوې خوا زور ښودنه کوي او له بلې خوا یې لومړی وزیر د خبرو لپاره کابل ته راځي.

په کابل کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان پرته له دې، چې د کونړ پر پېښې خبرې وکړي، د شاهد خاقان عباسي سفر مهم بولي او تمه یې ښودلې، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې  نوی څپرکی پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا: د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د ولسمشر غني په رسمي بلنه د اپریل په شږمه کابل ته راځي، مونږ تمه لرو، چې دا  سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیزي.

شاهد خاقان عباسي شاوخوا اته میاشتې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده پيل کړې او تر اوسه  کابل ته نه دی راغلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د پاکستان له لومړي وزیر سره به  د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان او طالبانو پر سوله هم خبرې وشي.

پرون پاکستانيو چورلکو د کونړ د دانګام ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هوایي ګوزارونه کړي وه.

خبریال: خلیل الرحمان امید

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!