تازه خبرونه
پر لوګر والي د موتربم په برید مې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن سهار د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل– لوګر پر لویه لار د محمداغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د لوګر والي د موترو پر کاروان موتر بم برید تر سره شوی.
د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی برید تائیدوي او وایي، چې والي محمد انور اسحاقزی او د لوګر د امنیت رییس له موتر بم برید روغ وتلي دي.
د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزي زیاته کړې، چې په دې موتر بم برید کې څلور د والي ساتونکي، درې پولیس او یو د ملي امنیت سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او لس پولیس ټپیان شوي دي.
د لوګر والي وياند شمشاد لاروى وايي؛ په ننۍ چاودنه کې، چې د والي د موترو پر کاروان شوې، د والي ۸ ساتونکي وژل شوي دي.
لاروي زیاته کړې، چې انور خان اسحاقزى او د امنیت آمر له پېښې روغ رمټ وتلي دي.
خبریال: فریدالله احمدزی