تازه خبرونه
یو طالب پلاوی له قومندانانو سره د سلا مشورو لپاره هلمند ته تللی- شینواری
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم لنډ مهالي اوربند ته چمتووالی ښودلی دی.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له خپلو پوځي قومندانانو سره د سلا مشورو لپاره هلمند ته تللی دی او له دې مخکې یې ایران ته سفر کړې و.
سرچینې دا هم ویلي، چې ډېر ژر به طالبان د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپل دریځ له امریکايي لوري سره شریک کړي.
دغه راز ویل کیږي؛ د امریکا او طالبانو په سلا مشوره قطرد نړۍ پېنځه ویشت هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته لیکونه استولي، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له مراسمو وروسته د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند ته د چمتووالي ښودل د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ښه زیری دی.
په قطر کې د طالبانو او امریکا له وروستیو خبرو څخه دوه اوونۍ تېریږي، چې په کې امریکايي پلاوي له طالبانوغوښتي وه، چې د سولې له تړون مخکې باید اوربند ته غاړه کیدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو سمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له خپلو مشرانو سره سلا کړې، چې د سولې تړون له لاسلیک پرته به هیڅ راز اوربند شونی نه وي.