تازه خبرونه
یو افغان پلاوي په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتوالی نیسي
په قطر کې له طالب استازیو سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي غړي وایي، چې د سیاسي او مدني ټولنو اتیا کسیز نوملړ چمتو شوی، چې د مسکو د غونډې په ملاتړ په قطر کې له طالب استازیو سره وګوري.
په پام کې ده، چې افغان سیاستوال د مسکو له غونډې د ملاتړ لپاره د اپریل په میاست کې له طالب استازیو سره د دوه یم ځل لپاره جرګه شي.
د سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو څخه اتیا کسیز نوملړ چمتو شوی، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې په سر کې دی او دوی به له طالب استازیو سره خبرې کوي.
د افغان سیاستوالو ځینې غړي وایي؛ له ولسمشر غني غوښتل شوي، چې د حکومت استازي هم دغه پلاوي ته وروپېژني؛ خو تر اوسه ولسمشر مثبت ځواب ندی ورکړی.
په قطر کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ په غونډه کې به دا ځل د امریکا او قطر استازي هم ګډون وکړي.
د پخواني ولسمشر سلاکار احمد الله علیزی وايي، چې دغه کنفرانس ته په قطر کې چمتووالی نیول شوی، چې طالبان او امریکایان له افغانانو سره یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسیږي او د افغانستان روانې جګړې ته د حل یوه تلپاتې لار رامنځته شي.
اجرائيه رییس وايي، چې د حکومت په ګډون (بین الافغاني) خبرې د امریکا او طالبانو د خبرو یوه ښه برخه ده.
ښاغلی عبدالله عبدالله وایي، چې د سولې خبرو یوه برخه دا ده، چې (طالبان) له افغانانو( دولت او له دولته بهر) سره خبرو ته راوړاندې شي.
ټاکل شوې وه، چې دغه دوه ورځنۍ غونډه د مارچ په شپږویشتمه جوړه شي؛ خو په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو د اوږدیدو له کبله اپریل میاشتې ته وځنډول شوه.
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وایي؛ حکومت ډاډه ندی، چې په ناسته کې به ونډه ولري؛ خو ګډون یې اړین دی. که په کې برخه واخلي؛ د دې هیله شته، چې د سولې لپاره به څو ګامه نږدې شو.
افغان سیاستوالو او طالب استازیو د لومړي ځل لپاره په مسکو کې ولیدل او پر ځینو مسایلو یې هوکړې وکړي؛ خو دا ځل د دوحې ناسته دواړو لوریو ته برخلیک ټاکونکې ګڼل کیږي.