تازه خبرونه
یو افغان سرتېري دوه امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
غوڅ ملاتړ ماموریت په ډاګه کړې، چې په یوه نفوذي برید کې یو امریکایي وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د دغه ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي؛ لومړنۍ څېړنې ښیي، چې برید کوونکی یو افغان سرتېری و، چې خپله هم د یوه بل افغان سرتېري لخوا وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پېښه نن په کابل کې رامنځته شوې ده.
غوڅ ملاتړ ماموریت د برید ګر او دواړو امریکایانو د هویت په اړه څه ندي ویلي.
څه موده مخکې هم په هرات ولایت کې له ورته بریده دوه امریکایي سرتېري وژل شوي وه او دوه نور ټپان ول.
طالبانو د ننني برید مسوولیت هم پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې: د یوه افغان عسکر په برید کې ګڼ شمېر امریکایي عسکر وژل شوي او ټپیان دي.