تازه خبرونه

یو ایرانی دیپلومات کابل ته په سفر راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د ملي وحدت حکومت مشرانو ته له طالبانو سره د خبرو جزییات وړاندې کړي.

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي سید عباس عراقچي سره په ګلخانې ماڼۍ کې ولیدل.

ولسمشرۍ دا هم په ډاګه کړې، چې دواړو خواوو د دولت په دولت د هر اړخیزو خبرو پر ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او له چابهار بندر څخه د غوره ګټې اخیستنې پر څرنګوالي بحث او خبرې کړې دي.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې بهیر د روان ساتلو په اړه د خپل دولت له ژمنو ډاډ څرګند کړ.

د هېواد دبهرنیو چارو وزارت هم څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ سهار مهال ښاغلي عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره ولیدل او ټاکل شوې، چې د حکومت له نورو مشرانو سره هم وګوري.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا په ډاګه کړې، چې د ښاغلي عراقچي لدې سفر څخه موخه د افغانستان له مشرانو سره د دغه هېواد د سولې په اړه خبرې اترې دي.

ایراني خبري سرچینو په ډاګه کړې، چې ټاکل شوې ښاغلی سید عباس عراقچي له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره هم وګوري.

Trending

Exit mobile version