تازه خبرونه
یو شمېر سیاسي ډلې د داوود زي ټاکنه سمبولیکه ګڼي
یو شمېر سیاسي ډلې د ولسمشر لخوا د سیمه ییزې اجماع لپاره د خپل استازي په توګه د عمر داوودزي ټاکنه سمبولیکه ګڼي او باوري دي، چې دا ټاکنه به د سولې پر بهیر هیڅ اغېز ونکړي؛ ځکه حکومت تر اوسه داسې طرحه نلري، چې وسلوال طالبان پرې سولې ته قانع کړي.
د افغان سولې لپاره په کور د ننه او نړیواله کچه د هڅو په بهیر کې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د یوه فرمان له مخې، محمد عمر داوودزی د سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره د خپل استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا د ريیس په توګه وټاکه.
یو شمېر سیاسي ډلې د داوودزي ټاکنه سمبولیکه ګڼي او وايي، چې د سولې له بهیر سره به هیڅ مرسته ونکړي.
د جنبش اسلامي ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي: دا یوه حکومتي او فرمایشي څوکۍ ده؛ ځکه، چې د ښاغلي داوودزي د غلي کولو لپاره یې نوموړی خپل استازی کړ. هغه نه یوازې پر حکومت نیوکې کولې، بلکې ولسمشریزو ټاکنو ته هم یو احتمالي نوماند و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د هغه دغه څوکۍ؛ ځکه سمبولیکه ده، چې نه مخالفان پرې باور لري او نه هم د سولې پر بهیر اغېز لرلی شي.
د ګلبدین حکمتیار په رهبرۍ د حزب اسلامي ګوند وايي، چې حکومت باید د سولې لپاره خپله اراده نوره هم پیاوړي کړي.
د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر وایي: یو شمېر اړخونو ته یو ښه فرصت رامنځته شوی؛ ځکه، چې ښاغلی داوودزی ښه کاري تجربه لري. هغه ته باید د ملاتړ ترڅنګ صلاحیت هم وروسپارل شي او په کارونو کې یې له لاسوهنې ډډه وشي؛ خو مهمه داده، چې: آیا د سولې اراده شته او د منلو وړ طرحه جوړه شوې او کنه؟!
په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالی په دې باور دی، چې د سولې د خبرو لپاره د دولس کسیز حکومتي پلاوي ټاکنه به د سولې بهیر نور هم پیچلی کړي او نورې ستونزې به راوزیږوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ۱۲ کسیزې کمیتې رامنځته کول د حکومت، خلکو او قومونو له ګډون پرته د سولې بهیر اوږدوي او دا کار د هېواد پر زیان دی؛ ځکه، چې ناپېیلي او مطرح خلک د سولې په خبرو کې مرسته کوونکي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، چې د سولې بهیر یې ملي کړی او سولې ته د رسیدو لپاره هڅې روانې دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي: ولسمشر غني په تېرو اته میاشتو کې له بېلابېلو شخصیتونو سره لیدلي؛ د سولې بهیر مو ملي او د اجماع له مخې روان ساتل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په درېیم سفر راوتلی دی.
خبریال: رفیع صدیقي