تازه خبرونه

یو شمېر هېوادوال د خپلواکۍ جشن ته ځانګړی چمتووالی اقتصادي زیان بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې نمانځلو ته ځانګړی او پرتمین چمتووالی نیول شوی، چې ځینو هېوادوالو ورسره خپل مخالفت ښکاره کړی دی.

په ښار کې دیوالونه، سړکونه او عمومي ځایونه د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د مبارکۍ پر پیغامونو او د امان الله خان پر انځورونو سینګار شوي او ویل کیږي، چې پدې مراسمو نږدې څلور سوه میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د ښار ټول واتونه پر درې رنګه ملي رپي(بیرغ) او رنګارنګ څراغونو سینګار شوي؛ خو ځینې خلک د حکومت پدې کړنو نیوکه کوي او ورسره خپل مخالفت څرګندوي.

د کابل اوسیدونکې سونا حیدري باوري ده، چې په اوسنیو شرایطو کې دا ډول لوړ لګښت مناسب نه و. سمیرا ذکي وایي؛ پدې مراسمو نږدې څلور سوه میلیون افغانۍ لګیږي، چې بشپړه کمپایني بڼه لري او دا مساله مو د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي.

د کابل ښار اوسیدونکی رزاق هم د حکومت دا کار سمبولیک او کمپایني بولي او زیاتوي، چې پدې ورځ د وسلوالو مخالفانو د بریدونو په تړاو ډېره اندېښنه لري.

افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري پر اته ویشتمه له انګریزانو سره له درې سختو جګړو وروسته خپلواکي واخیسته. له هغه مهاله هر کال دا ورځ په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د کلیزې په توګه نمانځل کیږي او ټول په هېواد کې عمومي رخصتي وي.

Trending

Exit mobile version