تازه خبرونه

یو شمېر خلکو ویلي، چې د خپل برخلیک ټاکلو لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ډېر شمېر خلک پر ولسواک نظام ټینګار کوي او څرګندوي؛ د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځانګړې شوې، چې د برخلیک ټاکلو لپاره به په ټاکنو کې ګډون کوي.

(حق لرئ او رایه مو خوندي ده) دا هغه سیاست دی، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸لمریز هجري کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې پرې ټینګار کوي. نږدې نهه میلیون وګړیو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې او څه ناڅه دولس نوماندان د رای اخیستو لپاره سیالي کوي.

خلکو ویلي، رای ورکول او د ولسمشر انتخاب په ولسواک نظام کې د هر وګړي قانوني حق دی او له دې حق ګټه اخلي.

دوی وایي؛ کوم کسان، چې د رایو د ورکړې پر شرایطو برابر دي، په دې ملي بهیر کې دې ګډون وکړي.

خلک کولی شي په څلور زره نهه سوه یوویشت مرکزونو کې رایې ورکړي، څلور سوه یوویشت مرکزونه تړلي دي او رایې ورکوونکي کولی شي تر ټولو نږدې ځای ته ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.

کمیسیون هم ژمنه کوي، چې د خلکو  لپاره به د آسانتیاوو د برابرولو لپاره هر ډول امکانات پوره کړي.

له اتلس نوماندانو څخه شپږ هغه یې د نورو په ګټه تېر شوي؛ په رای پاڼو کې د اتلس نوماندانو نومونه شته، چې د منصرف شوي نوماند رایه باطله ده؛ خو خلک د ټاکنو پر روڼتیا هم اندېښمن دي.

که څه هم نږدې اته میلیون وګړي د ټاکنو کمیسیون لخوا لیکل شوي؛ خو اټکل کیږي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به درې میلیون وګړي ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version