تازه خبرونه

یو شمېر مرکزونه له یو لړ ننګونو سره مخ ول- خلک

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رای ورکولو بهیر په ډېرو مرکزونو کې له ننګونو سره مخ و او یو شمېر خلک  د رای اچونې له حقه هم بې برخې پاتې شول.

که څه هم د رای ورکولو مرکزونه د سهار پر اووه بجو پرانیستل شول؛ خو یو شمېر یې له یو لړ ننګونو سره مخ ول.

ځینو خلکو ویلي، د رای ورکوونکیو په نوملړ کې یې د نرینه نوم پر ځای د ښځو نومونه لیکل شوي دي. په داسې حال کې، چې په هماغه مرکز کې یې نوملیکنه کړې ده.

 ځینو نورو ویلي؛ د رای ورکوونکیو په نوملړ کې یې نوم نه و او له دې کبله ندي توانیدلي، چې خپلې رایې وکاروي.

د کابل د اتلسمې ناحیې د ګذر وکیل سخي داد بشردوست ویلي، چې د شهید عبدالرحیم د ښوونځي د نوملیکنې په نولړ کې لاس وهنه شوې او خلکو ونشو کولی، چې په ټاکنو کې رای ورکړي.              

د کابل اوسیدونکي سید ذکي سرفراز ویلي، چې د نوملیکنې نوملړ له ستونزو سره مخ و او نوموونه مو په کې نه ول؛ خلک راغلي وه، خو نومونه یې نه ول او بېرته ولاړل.       

د کابل یو بل اوسېدونکی حفیظ الله نومي ویلي، چې مونږ سهار وختي راغلو؛ خو نوم مو په نوملړ کې نه و. پوښتنه داده، چې دا ستونزه ولې حل نشوه او خلک یې سرګردانه کړل.                     

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لومړيی مرستیال وایي، چې حکومتي مامورینو په ځینو برخو کې په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنې کړې دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال اسدالله سعادتي ویلي، چې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د درغلۍ هڅې شوي او داسې راپورونه هم لرو، چې دولتي کارکوونکیو په دې ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه کړی او دا موضوع به وڅېړل شي.                 

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، ټول ټاکنیز موارد په جدي ډول څېړل کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینوارې واي؛ مونږ هڅ کوو، چې د درغلۍ برخې وڅېړو او په دې اړه بشپړ ډاډ ورکوو، چې هر لیکل شوي شکایت ته به لاسرسی مومو.           

دا خبرې په داسې حال کې په ډاګه کیږي، چې د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنې له یو لړ بې نظمیو او درغلیو سره مخ وې. و به کتل شي، چې د دې ټاکنو احتمالي درغلۍ به څنګه او په څه ډول څېړل کیږي.

Trending

Exit mobile version