تازه خبرونه
یو شمېر رسنۍ د حساسو موضوعاتو په اړه مسوولانه چلند نه کوي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځينې رسنۍ د حساسو موضوعاتو په اړه په غیرمسوولانه چلند تورنوي.
د افغانستان د (چاپي رسنیو د تاریخي بهیر) نندارتون د پرانستلو پر مهال د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو اندېښنه وښوده، چې رسنی اوس هم له کیفي پلوه نمیګړتیاوې لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال سید حسین سانچارکي وايي، چې یو شمېر رسنۍ اوس هم سلیقوي، قومي او سیمه ییز مسایل پالي او د ځينو موضوعاتو په اړه مسوولانه چلند نه کوي.
د رسنیو ځينو فعالان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولینو له دغه نظر سره موافق دي.
د پوهنتون استاد عبدالحمید مبارز په ډاګه کړې، چې یو شمېر رسنۍ ملي ضد حرکتونه کوي. ان له چوکاته وځي او عامه افکار په نظر کې نه نیسي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې غړی صدیق توحیدي بیا وايي، چې د پېښو او مهمو موضوعاتو په اړه د حکومت ګونګ لید لوری ستونزې زیږوي او هغه رسنۍ، چې قومي او سمتي هڅې پالي لږ دي.
په افغانستان کې د رسنیو او مطبوعاتو مخینه د امیر شېرعلي خان بېر ته رسیږي، چې د لومړي ځل لپاره د شمس النهار ورځپاڼه چاپ شوه.
په دې وروستیو کلونو کې افغان رسنیو ډېره وده کړې، چې د رسمي څرګندونو له مخې همدا اوس شاوخوا دولس سوه تصویري، چاپي او غږیزې رسنۍ فعالې دي.