تازه خبرونه

یو شمېر کابل ښاریانو د نقاشۍ له لارې پر دیوالونو د سولې ارمان ښکاره کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې لپاره د افغانانو هیلې تاندې دي او کابل ښاریان په ځانکړي توګه ښځې د نقاشۍ له لارې غواړي، چې د سولې ارمان ښکاره او خلکو ته په امن کې د اوسیدو پیغام وړاندې کړي.

وروستیو خونړیو پېښو خلک د سولې راتلو ته نور هم لیواله کړي؛ زیاتره ښځې راوتې دي او د ښارونو په کوڅو او پر وینو لړلیو دیوالونو د سولې له پیغامونو ډک انځورونه وړاندې کوي.

د کابل اوسیدونکې شمیلا وایي، چې نور له جګړو ستړې شوې یو او غواړو په سوله کې ژوند وکړو.

د کابل اوسیدونکې مرضیې آریانا نیوز ته وویل: د سولې ډېرې چغې مو ووهلې؛ خو اوریدونکی غوږ نه و؛ بیا مو وغوښتل، چې خپلې غوښتنې د انځور په بڼه نندارې ته وړاندې کړو.

د سولې تږي وایي؛ کښل شوي انځورونه مو نه یوازې د سوله ییز ژوند کیسې کوي، بلکې دغه کار مو د یو ښکلي راتلونکي پر لوري له هیلو ډک ګام  هم دی.

د کابل ښار یوه بله انځورګره اوسیدونکې خجسته وایي؛  نوی کال په رارسیدو دی او له همدې کبله غواړو، چې د هنر له لارې د سولې او امنیت غږ بدرګه کړو.

د کابل ښار اوسیدونکې رابعه څرګندوي، چې پر دیوالونو مو له انځور کښلو موخه داده، چې  نوی کال له جګړې پرته په سوله کې تېر کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د سړکونو پر غاړیو کې پر ايښودل شویو سمیتې دیوالونو بېلا بیل انځورونه کښل شوي دي. د بېلګې په توګه د امنیت د خوندیتوب لپاره د تورو ښیښو موتر لرونکیو ته د فرعون خطاب شوی او ګواکې، چې دوی په ناامنیو کې لاس لري.

خبریاله : افسون محمدي

Trending

Exit mobile version