تازه خبرونه

یو شمېر وړو طالب وسلوالو خبرو ته لیوالتیا ښودلې-متیس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ته په ناڅاپي سفر راغلي د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د طالبانو یو شمېر وړو وسلوالو ‌ډلو له افغان حکومت سره خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

له هغې وروسته، چې امریکا له وسلوالو طالبانو سره د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړ؛ د دغه هېواد دفاع وزیر جیمز متیس کابل ته راغی او په ډاګه یې کړه، چې د وسلوالو طالبانو یو شمېر وړې ډلې له افغان دولت سره خبرو ته لیواله شوې دي.

جیمز متیس وویل: مونږ غواړو؛ وسلوال طالبان له افغان حکومت سره د سولې داسې خبرو ته اړ کړو، چې د سولې نوښت هم له افغانانو سره وي. افغان دولت له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو دروازې پرانیستې دي. وړو وړو ډلو لیوالتیا ښودلې، چې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي. مونږ هڅه کوو، چې د وسلوالو طالبانو کلیدي غړي د سولې خبرو ته وهڅوو او دا د طالبانو لپاره ښه فرصت دی.

متیس له ولسمشر غني سره هم لیدلي او هغه ته یې ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ولسمشرغني وایي، چې په هېواد کې یو شمېر مخالفتونه د حل وړ دي او داسې بدلونو نه به رامنځته شي، چې خلک یې په تېرو څلور لسیزو کې په تمه ول.

دغه راز ولسمشر له پاکستان سره د دولت په دولت د خبرو اترو او په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، چې د امریکا دفاع وزیر هېواد ته راغلی او له چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا هڅې د افغانستان پر ثبات مثبت اغېز شیندلی شي.

یو شمېر د نظر خاوندان وايي، چې پر وسلوالو طالبانو د امریکا فشارونو یو څه پایله ورکړې ده.

سیاسي کارپوه ضیا دانش وايي؛ سولې ته د وسلوالو طالبانو د اړ کولو لپاره په کار ده، چې پر دغې ډلې فشارونه نورهم زیات شي.

وسلوالو طالبانو په رسمي توګه له ا مریکا غوښتي وه، چې د افغانستان د کړکیچ د اواري لپاره ور سره خبرې وکړي؛ خو امریکا له طالبانو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version