تازه خبرونه

یو شمېر پارلماني وکیلانو په خوست کې ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي-مدني فعالان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست مدني فعلان وایي، د دغه ولایت یو شمېر پارلماني وکیلانو ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي او دغې چارې د دې ولایت ځوانان بې اتفاقه کړي دي.

په ټولنیزه رسنۍ فسبوک کې له خپل یا مستعار ادرس څخه یو او بل ته د سپکو سپورو ویل، د یو او بل غونډو او نورو پروګرامونو ته نه ورتګ، لفظي شخړې او کله نا کله ان فزیکي شخړې هغه څه دي، چې د خوست ولایت  د یو شمېر مدني فعلانو په وینا د دې ولایت وکیلانو د ځوانانو تر منځ رامنځته کړیدي.

د دوی په خبره هغه رییسان او نور چارواکي، چې د وکیلانو پر مرسته مقرر شوي؛ د بل وکیل پلویانو ته په آسانۍ قانوني کارهم نکوي.

 د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم په خوست کې په ډلو د ځوانانو وېشل مني.

مدني فعلان وایي، هر وکیل د سیال وکیل د ټکولو لپاره له ځوانانو ګټه پورته کړې، چې دغه کار په خوست کې ځوانان بې اتفافه کړي او له یو بل کرکه کوي.

مدني فعال عثمان الله هژبر وایي: د دې پر ځای، چې ځوانان پخپلو کې ملاتړي شي او همکاري وکړي؛ د یو شمېر وکیلانو په نغوته(اشاره) په ټولنیزو رسنیو کې یو د بل سپه سپوره کوي.   

مدني فعال نورالله ښاد هم مني، چې یوه ډله ځوانان د وکیلانو په ملاتړ کې دي او بله ډله یې مخالفت کوي.

مدني فعال اشرف بهیر وایي، چې په خوست کې هغه رییسان او نور چارواکي، چې د وکیلانو پر مرسته مقرر شویدي یوازې خپلو پلویانو ته کار کوي او د بل وکیل پلویانو ته قانوني کارپه آسانۍ نکوي.

د خوست د ولایتي شورا وکیل عبدالوالي واحدزی هم پر ډلو ټپلو د ځوانانو وېشنه مني او وایي، چې یو شمېر پارلماني وکیلانو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره دغه کار ته مخه کړې او په ځوانانو کې یې ډلې ټپلې جوړې کړې دي.

خوست په ولسي جرګه کې د یوې ښځې په ګډون پېنځه استازي لري.

په خوست کې وکیلان په داسې حال کې د ځوانانو تر منځ کرکه او نفاق غزوي او په دې اړه یې کار چټک کړی، چې ټاکنې په رانږدې کیدو دي. دوی د خپل زور څرګندولو لپاره ځوانان پر ډلو وېشلي او دا د وکیلانو د کمپاینونو یوه نوې بڼه ګڼل شوې ده.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version