تازه خبرونه
یو لوړپوړی امنیتي پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر، د هېواد د دفاع وزارت مرستیال ډګرجنرال محمد یاسین ضیا، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عباد الله عبادي هرات ولایت ته د لویدیځې حوزې د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه سفر کړی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې دغه لوړپوړي امنیتي پلاوي له هرات والي عبدالقیوم رحیمي سره لیدلي دي.
هرات په لویدیځه حوزه کې یو ستراتیژیک ولایت دی، چې په لیرې پرتو او اړوند سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.