تازه خبرونه

یوه سیمه هم د ترهګرو له ګواښه خوندي نه ده- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس د بشري حقونو نړیوالې شورا ته په خبرو کې وویل، چې یوه سیمه هم د ترهګرو له ګواښه خوندي نه ده.

په سویس کې د بشري حقونو نړیوالې شورا غونډې ته اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وویل، چې په افغانستان کې سخت دریځه اورپکي د بشري حقونو اصلي سرغړوونکي دي.

د هېواد اجرائیه رییس وايي، چې له ترهګرو د نړۍ هیڅ ځای خوندي نه دی؛ جومات، روغتون، پوهنتون، رسنیز مرکزونه، بازارونه ټول په خطر کې دي. د تلفاتو شمېر ډېر لوړ دی. مونږ ملګرو ملتونو ته کره شواهد سپارلي، چې د افغانستان په یوه ګاونډ دولت کې ترهګر مرکزونه لري او مالي ملاتړ یې روان دی.

د هغه په باور؛ ترهګري او د نشه يي توکو قاچاق هغه ستونزې دي، چې د بشري حقونو سرغړونو او تاوتریخوالي ته یې لار پرانیستې ده.

 د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ پخپل ځای دي؛ خو بیا هم ویل کیږي، چې نهه میلیون ماشومان ښوونځیو ته ځي.

ښاغلي عبدالله د بشري حقونو نړیوالې شورا ته په ډاګه کړې، چې مونږ اوس هم د ترهګرو له څو نړیوالو شبکو سره ښکېل یو. دوی ماشومان د خپلو سرتېرو په توګه کاروي او ځانمرګي بریدونه پرې کوي. په تېرو شپاړس کلونو کې څلور میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي؛ خو زمونږ ډېر شمېر وګړي پاتې دي، چې په کډوالۍ کې ژوند تېروي.

اجرائیه رييس د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحاتو ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو وایي، افغانان اوس هم د نړیوالې ټولنې همکاریو ته اړدي او غواړي، چې په دغه هېواد کې روانې هڅې په سوله تمامې شي.

Trending

Exit mobile version