بلخ @ps
کابل ته غزیدلې وارداتي برښنا پرې شوې
د بغلان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې ناڅرګندو وسلوالو په دې ولایت کې کابل ته د غزیدلې وارداتي برښنا یوه ستن له منځه وړې او برښنا یې پرې شوې ده.
د بغلان سیمه ییزو چارواکو او برښنا شرکت تائید کړې، چې د دې ولایت د کیله ګي په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د تاجکستان د وارداتي برښنا یوه پایه له منځه وړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت وایي، په بغلان کې د نړول شوې ستنې له کبله د ترکمنستان او تاجکستان ټوله ۳۰۰ میګاواته برښنا پرې شوې ده.
دبرښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي څرګنده کړې، چې د برښنا دوه ستنې د حکومت تر څارنې لاندې سیمه کې پر بمونو الوځول شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ د برښنا شرکت کارکوونکي د دغو ستنو پر بیارغولو لګیا دي.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په کابل کې د نغلو، سروبي او ماهیپر۹۰ میګاواته حرارتي او داوبو برښنا شته، چې د ښار بېلابېلو سیمو ته په نوبت رسیږي.
د بغلان امنیتي ځواکونه وایي، چې د نړیدلیو ستنو د بیارغولو لپاره مو خوندي فضا برابره کړې ده.
دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او تر دې دمه د ناڅرګندو وسلوالو په اړه داسې معلومات نه دي تر لاسه شوي، چې دا وسلوال له کومې ډلې سره تړاو لري.
د ترکمنستان او تاجکستان برښنا تل په دې ولایت کې پرې شوې ده.
طالبانو منلې وه، چې کابل ته غزیدلې وارداتي برښنا د دوی لخوا؛ ځکه پرې شوې، چې حکومت د بغلان او کندوز ولایت په ځینو ځانګړیو سیمو کې برښنایي خدمتونه نه وړاندې کوي.