تازه خبرونه

کابل ترافیکو د موترو د مخې په سیت کې د دوه کسانو پر ناسته بندیز لګولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ترافیک وايي، چې له دې وروسته دریوران د موترو د مخې په سیت کې له یوه کس څخه د زیاتو کسانو د کښینولو حق نلري.

پلازمینه کابل، چې د هېواد په کچه تر ټولو زیات وګړي په کې اوسیږي او ښاري نظم یې ډېر ګډوډ دی. له همدې پلوه په ښاري بسونو او تکسي موترو کې له ټاکلي معیار زیات کسان په څوکیو کې ناست وي، چې سپرلۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د کابل ترافیکو عمومي ریاست مرستیال عبدالقادر وايي؛ له دې وروسته دریوران حق نلري، چې د مخې په سیت کې دوه کسان کښينوي.

نوموړی زیاتوي؛ د ترافیکو ګرځند پولیسو ته دنده سپارل شوې، چې د مخې په سیت کې د دوه کسانو د ناستې مخه ونیسي او له سرغړوونکیو سره قانوني چلند تر سره کړي.  

دریوران او تکسي چلوونکي بیا د ترافیکو دغه پرېکړه د ځان په زیان ګڼي.

تکسیوان مسجدي وایي: بېلابېلې لارې بندې وي، په سختۍ د تېلو پیسې پوره کوو.

یو بل تکسیوان شمس الحق وویل: مونږ بل قانون څه کړو، ټولې لارې بندې دي. ان د کور خرچه نشو پوره کولی.

کابل ښاریان د ترافیکو د دغې پرېکړې هرکلی کوي.

د کابل اوسیدونکی غلام مصطفی وایي: دریوران، چې کله دوه سیاسرې د مخې په سیت کې ځایوي؛ دا کار هم سپکاوی دی او هم ځورونه.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکی نعمان وایي: که کومه ترافیکي پېښه رامنځته کیږي؛ بیا، نو یو نه دوه کسه زیانمنیږي. دا د ترافیکو ښه پرېکړه ده.

که څه هم ترافیکو خپله پرېکړه اعلان کړې؛ خو په ښار کې اوس هم  د ګڼو موترو د مخې په څوکۍ کې دوه کسان ناست وي او ترافیک یې هم مخه نه نیسي.

خبریاله :افسون محمدي

Trending

Exit mobile version