تازه خبرونه
ناتو او امریکا په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پر ځپلو ټینګار کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه وایي، چې د روان کال له پیله راپدیخوا په دې هېواد کې د داعش ۹۰ جګړه ماران وژل شوي، چې ډېر یې په جوزجان ولایت کې ول.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په اعلامیه کې راغلي؛ د دغه ماموریت په وروستیو عملیاتو کې، چې د چهارشنبې پر ورځ تر سره شوي د داعش ۲۲ جنګیالي وژل شوي دي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د روانې میاشتې پر ۶ نېټه په یو هوایي برید کې د شمال لپاره د دې ډلې امیر قاري حکمت الله ووژل شو.
دغه راز له برید وروسته د اعلامیې د څرګندونو له مخې؛ ۲۲ نورو داعشي جنګیالیو، چې غوښتل یې د درزاب ولسوالۍ د نیولو او ساتنې هڅه وکړي؛ په بریدونو کې وژل شوي دي.