تازه خبرونه
ناتو د امریکا او طالبانو له خبرو ملاتړ څرګند کړ
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) په بروکسل کې یوې خبرې ناستې ته څرګنده کړه، چې ناتو د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د امریکا له خبرو هرکلی کوي؛ ځکه، چې په دې اړه د امریکا او ناتو د غړیو هېوادونو تر منځ همغږي شته دی.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د امریکا، ناتو او د نورو متحدینو تر منځ نږدې همغږي شته دی.
ستولتنبرګ وایي: مونږ به په ګډه د خپل راتلونکي حضور په اړه پرېکړې وکړو او کله، چې وخت سم وي مونږ به له افغانستان څخه یوځای وځو.
دغه رازهغه د سولې په بهیر کې د افغان حکومت پر رول ټینګار څرګند کړ او وایي، چې مونږ د افغانانو له خپلمنځي خبرو څخه کلک ملاتړ کوو او افغان حکومت هم باید د سولې د بهیر یوه برخه وي او په افغانستان کې د تېرو لاسته راوړنو د خوندي ساتلو لپاره هر څه، چې شوني وي هغه تر سره کړو.
هغه دا هم ویلي، چې مونږ اوسمهال په افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته نږدې یو؛ خو په دې اړه ښکاره څه نشم ویلی.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګتن پوست ورځپاڼې د څو امریکایي چارواکو له قوله څرګنده کړې؛ امریکا ښایي له طالبانو سره له هوکړې وروسته له افغانستان څخه ۸ یا ۹ زره سرتېري وباسي، خو اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون هم په دې هوکړه کې شامل دي.