تازه خبرونه

کابل د اسلام آباد ادعا، چې ترهګر له پاکستان وتلي؛ رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل د اسلام آباد هغه ادعا رد کړه، چې ویلي یې دي؛ د حقاني شبکې په ګډون ټولې ترهګرې ډلې له پاکستان وتلي او د افغانستان په هغو سیمو کې دېره شوي، چې افغان حکومت پرې کنترول نه لري.

د تاجکستان په دوشنبه کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د مشرانو له درې اړخیزې غونډې سره هممهاله پاکستان ویلي، چې د حقاني شبکې په ګډون ټول ترهګر له پاکستان وتلي او افغانستان کې دېره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي، چې حقاني شبکه او د طالبانو نورې ډلې، د پاکستانيو طالبانو تحریک، اسلامي دولت ډله داعش او القاعده اوس له پاکستان څخه تښتیدلي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعالیت کوي، چې د حکومت تر کنترول لاندې نه‎دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري کابل دې څرګندونو ته توند غبرګون وښود او په ډاګه یې کړه، چې پاکستان په دا ډول څرګندونو غواړي د نړیوالو په ځانګړي توګه د امریکا پاملرنه بل لوري ته واړوي.

د هغه په وینا، په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو خوندي پناه ځایونه او مرکزونه خوندي پاتې دي.

په امریکا کې پخواني پاکستاني سفیر حسین حقاني په نیویارک تایمز ورځپاڼه کې لیکلي، چې که د امریکا نوې اداره غواړي په افغانستان کې سوله راشي؛ نو پر پاکستان دې فشار سخت کړي.

د نوموړي په وینا؛ سره له دې، چې افغان طالبان په افغانستان کې شاوخوا په سلو کې څلوېښت خاوره یا په کنټرول کې لري یا یې د کنټرول لپاره جنګېږي، خو مشران یې اوس هم په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه عملیات رهبري کوي. د امریکا هڅوونکیو کړنو پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستو ته نه دی اړ کړی، نو پکار ده، چې ښاغلی ترمپ پر متبادلو لارو غور وکړي.

د دیورند کرښې دواړو غاړیو ته د امریکا او چین تر څار لاندې د ترهګرو خلاف پر ګډو عملیاتو د افغانستان او پاکستان له هوکړې وروسته اسلام آباد له خپل وروستي دریځه څه غواړي؟

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي؛ حسین حقاني یو تریخ حقیقت په ډاګه کړی دی او د جنګ او جګړو مدیریت په پاکستان کې دی. دا، چې پر ګډو عملیاتو هوکړه شوې؛ نو اوس پاکستان غواړي برائت تر لاسه کړي، چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي.   

 د کابل او اسلام آباد اړیکې اوس تر ټولو ټیټې کچه کې دي؛ کابل وایي، چې اسلام آباد  ترهګر په ښو او بدو وېشي او د هغو  ترهګرو خلاف څه نه کوي، چې په افغانستان کې جګړه کوي.

ټاکل شوې د امریکا د نوې ادارې پالیسي هم په څو ورځو کې اعلان شي. فکر کیږي، چې دې پالیسۍ کې به پر پاکستان فشارونه هم شامل وي.

Trending

Exit mobile version