تازه خبرونه
ناتو د داعش پر ځپلو ټینګار څرګند کړ
دوی وايي؛ داعش وروسته له دې، چې په سوریه او عراق کې له ماتې سره مخ شول په افغانستان کې به هم د پښې کیښودو ځای پیدا نکړي.
دوی دا هم په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري، چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې ناتو د افغان ځواکونو روزنې او دوی ته د مشورو د ورکړې لپاره ژمنه ده. مونږ په باوري یو هغه کار، چې مونږ په ښه توګه په افغانستان کې ترسره کوو؛ هغه دا ، چې د سولې لپاره زمینه برابره کړو.
د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال شریف حسنیار ویلي، چې د بروکسل په نننۍ ناسته کې د سوریې او ترکیې په اړه خبرې وشوې او سبا به د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیران د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته تر سره کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناتو په افغانستان کې سوله او له افغان ځواکونو ملاتړ غواړي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې آذربایجان ته تللی د افغانستان د سولې پروګرامونو ته داسې نغوته(اشاره) کوي: مونږ د سیمي او نړۍ په کچه اوسمهال د پروګرامونو جوړولو په حال کې یو؛ ځکه، چې د همکاریو لپاره رامنځته شوې اجماع او ملاتړ کولی شي د دوامدارې سولې لپاره ښه بنسټ وي.
ټاکل شوې، چې سبا په بروکسل کې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو د ناتو دفاع وزیرانو په ناسته کې بحث وشي.