تازه خبرونه
ناتو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو هرکلی څرګند کړ
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې زه د سولې خبرو اترو د بیا پیلیدو لپاره له هڅو ملاتړ کوم؛ ځکه مونږ باور لرو، چې په افغانستان کې یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا لرو. امریکا په ناتو کې له ټولو شریکانو سره یو ځای د دې بهیر په لړ کې مشوره کړې ده.
د ناتو د سرمشریزې د ناستې پر دوه یمه ورځ؛ د دې تړون سرمنشي یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د دوامدار ملاتړ لپاره د ناتو ځواکونو پر همکاریو ټینګار وکړ.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ واي، چې مونږ له افغانستان څخه د ملاتړ دوام ته ژمن یو او هیله لرو، چې د سولې هوکړه باید د باور وړ هوکړه وي. مونږ سخت باور لرو، چې له افغانستان څخه د ملاتړ غوره لار د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او ورته مرستې رسول دي.
د ناټو ملکي استازي ویلي؛ افغان ځواکونه له پخوا ښه پیاوړي شوي او طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کیدی نشي.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی نیکلاس کي څرګنده کړې؛ ناتو ډاډمنه ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کیدی نشي، ځکه افغان ځواکونه پیاوړي شوي او وړتیاوې یې لوړې شوې دي.
ویل کیږي، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پیل لپاره په ملي او نړیواله سطحه بېلابېلې هیلې راټوکولې دي.