تازه خبرونه
نظام الدین قیصاري جوزجان ته تښتیدلی دی-امنیتي چارواکي
په بلخ کې د ملي امنیت مرستیال سیدشاه هم منلې، چې قیصاري د جګړې پر مهال تښتیدلی دی او وایي، چې هغه کسان به هم مجازات شي، چې د قیصاري په تېښته کې یې رول لوبولی وي.
د بلخ امنیه قومندان ویلي، قیصاری ترعدلي څار لاندې دی او که یې موقعیت ثابت شي وبه نیول شي.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز ويلي، چې دوی د کورنیو چارو وزارت د امنیتی مرستیال په لارښوونه او د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست له همکارۍ سره سم د قیصاري د نیولو په موخه د هغه پر کور برید کړی؛ خو قیصاري ترې تېتیدلی دی.
په دغه نښته کې، چې دوه شپې او ورځې یې دوام وکړ؛ د قیصاري ۴۵ افرادو ځانونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي او اووه نور یې وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مزارشریف ښار د پېنځمې ناحیې د یو شمېر اوسیدونکيو کورونه له نظام الدین قیصاري سره د امنیتي ځواکونو په نښته کې سوځیدلي، غلا شوي او یا زیانمن شوي دي.