تازه خبرونه
ناتو د افغانستان سولې په بهیر کې له شویو پرمختګونو ملاتړ څرګند کړ
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، د سولې په بهیر کې د امریکا له هڅو ملاتړ کوي؛ خو په عین حال کې یې له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی او بریدونه راکم کړي.
د ناتو سرمنشي په افغانستان کې د اوږدمهال حضور پر دوام ټینګار کړی او وایي؛ هره هڅه، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت سبب شي، ترې ملاتړ کوو.
ینس ستولتنبرګ زیاته کړې؛ د ناتو تړون مشران هڅه کوي، چې د پرېکنده ملاتړ له لارې له افغان ځواکونو اوږدمهال ملاتړ وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ناتو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د دوام لپاره بیا ځلي ژمنه وکړي او دا د افغانستان د خلکو او ناتو هېوادونو په ګټه دي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د بروکسل د دوه ورځنۍ ناستې د څنډې په یوه خبري ناسته کې د داعش د ګواښ د له منځه وړلو په اړه د ناتو د غړیو هېوادونو پر همکاریو ټینګار څرګند کړ.
نوموړي ويلي، چې مونږ د طالبانو د اووه ورځني اوربند په اړه د دوی ژمنې او وړتیا ته په تمه یو.
په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو ناسته تر سره شوه او دې ناستې ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالی اسدالله خالد او د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر هم ګډون کړی و.
دا مهال په افغانستان کې د ناتو د ماموریت په اډانه کې شاوخوا اووه لس زره بهرني ځواکونه هڅې تر سره کوي.
