تازه خبرونه

ناتو د روزنیزې همکارۍ تر څنګ د سولې له بهیره پر ملاتړ هم ټینګارڅرګند کړـ د مونیخ ناسته

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۳۹۸)

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې څرګنده کړې، چې: مونږ افغانستان نه پریودو؛ خو که طالبانو د تاوتریخوالي کچه راټيټه او مصلحت ته پاملرنه وکړي او مونږ هم چمتو یو، چې د خپلو ځواکونو د شتون پر څرنګوالي پرېکړه وکړو.   

نوموړي زیاته کړې: دمګړۍ زمونږ ۱۶۰۰۰ سرتېري افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي، چې له تروریزم سره مبارزه تر سره او سولې ته شرایط بشپړ کړي.

د ینس ستولتنبرګ د څرګندونو له مخې؛ مونږ هڅه کوو، چې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره او دا ډاډ رامنځته شي، چې افغانستان به بیا د ترویستانو پر خوندي ځاله بدل نشي.  

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په بروکسل کې د ناتو دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې په څنډو کې د ناټو عمومي منشي او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له طالبانو سره د احتمالي تاوتریخوالي د کمښت د لومړۍ اوونۍ په پایله کې د سولې د هوکړې له لاسلیک ډاډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version