تازه خبرونه

کابل ته د طالب بندیانو راغلی پلاوي بې پایلې بېرته ستون شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۳۹۹)

د طالبانو مرکچي پلاوی، چې د بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی و؛ بېرته تللی او دې خبرو هم پایله نده ورکړې.

یوه اوونۍ مخکې د طالبانو درې کسیز پلاوي په کابل کې له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون په اړه څو ځلې خبرو کیناستل او د بندیانو خلاصون لپاره ژمنې وشوې؛ خو حکومت او طالبان د بندیانو د خلاصون پر ستونزې ګډې هوکړې ته ونه رسیدل. د دواړو لوریو بندون ان تر دې راورسید، چې د طالبانو تخنیکي ډله تش لاس او له کومې پایلې پرته له کابل ووتله.

 د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي فاروق مجروح آریانا نیوز ته ویلي، دا پلاوی له حکومت سره د بندیانو د آزادیدو په اړه هوکړې ته ونه رسید.

د هغه په خبره، طالبانو د څو جګپوړیو قومندانانو خلاصون غوښته؛ خو دولت د ځینو هغو بندیانو له خلاصون سره هوکړه درلوده، چې ډېر ګواښوونکي هم نه وي.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، له افغان حکومت سره یې د تخنیکي ډلې خبرې درېدلي او د بندیانو د خلاصون بهیر په بېلابېلو پلمو تر اوسه ځنډېدلی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، اوس  طالبان ناراحته ښکاري؛ ځکه دوی تمه درلوده، چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې به پېنځه زره بندیان له کوم قید او شرط پرته آزاد شي او ان له همدې کبله یې کابل ته پلاوی هم را ولیږه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تېره شپه ناوخته څرګنده کړه، چې:  په بېلابېلو پلمو تر اوسه د بندیانو خلاصون ځنډیدلی. له همدې کبله زمونږ تخنیکي پلاوی له سې شنبې څخه له بېلابېلو اړخونو سره په بې پایلو ناستو کې ګډون نکوي.

د طالبانو د مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي؛ طالبانو غوښتل، چې په لومړي سر کې یې پېنځلس ستر او مهم قومندانان آزاد شي؛ خو دولت ویل، چې نه لومړي څلور سوه بندیان آزادوي، چې عمرونه یې پاخه دي. د چا حق پرې نشته او د بند موده یې کمه پاتې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، نشي کولی د طالبانو هره غوښتنه او سپارښتنه ومني.

 د بندیانو د خلاصون ستونزه د افغانانو له خپلمنځي خبرو سره تړلې. ان تر دې، چې د سیاسي پوهاوي او شخړې د پای مساله یې ګونګه کړې ده.

امریکا په ځلونو د کابل او طالبانو تر منځ د بندیانو د خلاصون پر ستونزې د هوکړې د پلې کیدوغوښتنه کړې، چې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې یو مهم بند عملي کړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version